د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال په سپتمبر میاشت کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د سخت دریځو د میاشتنیو بریدونو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.\په اسلام اباد کې دې مېشتې ادارې اعلان کړی چې د سپتمبر په میاشت کې په ټول پاکستان کې ۲۲۵ سخت دریځي بریدونه شوي، چې لږ تر لږه ۲۵۹ کسان په کې وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان دي. دا شمېره د اګست میاشتې په پرتله، چې ۱۹۹ بریدونه په کې ثبت شوي وو، ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.\په ټوله کې، د سپتمبر په میاشت کې د سخت دریځو بریدونو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو متقابلو عملیاتو ۵۴۵ کسان وژلي او ۲۶۱ نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شویو کې ۱۰۳ امنیتي ځواکونه، ۸۱ ملکي وګړي او ۳۴۶ سخت دریځي شامل دي. په دې میاشت کې د امنیتي ځواکونو تلفات په تېر یو کال کې دویمه لوړه شمېره وه.\د بلوچستان ایالت له ۱۳۱ بریدونو سره لا هم د پاکستان تر ټولو ناامنه سیمه ده. له هغه وروسته، د خیبر پښتونخوا ایالت له ۵۸ بریدونو او پخوانۍ قبایلي سیمې له ۳۴ امنیتي پېښو سره په دویم او دریم ځای کې دي.\دا راپور ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، په ټول پاکستان کې ۱۲۳۲ بریدونه شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دا وضعیت په دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت جدي خرابوالی په ګوته کوي.\د بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کیږي چې اسلام اباد په پرله پسې توګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي

ټي

پي) غړو ته په پناه ورکولو تورنوي، یو تور چې طالبانو تل رد کړی دی.\سرچینه: د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ🌐

Author