د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د پناه غوښتونکو د منلو کچه ۱۷،۵۰۰ کسان ټاکلې، خو په دې پروګرام کې افغانانو ته کومه مشخصه ونډه نه ده ځانګړې شوې. دې پرېکړې د افغان کډوالو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.
د خپاره شوي رسمي سند له مخې، د دې ظرفیت لاندې منل د هغو کسانو لپاره جواز لري چې راتګ یې د بشردوستانه دلایلو یا د امریکا د ملي ګټو لپاره وي. په هرصورت، په سند کې د افغانانو یا د هغوی لپاره د جلا ونډې یادونه نه ده شوې، او د ظرفیت لویه برخه "د سویلي افریقا افریقانرانو" ته ځانګړې شوې ده.
په ځواب کې، افغان
ایواک، چې په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړ کوي، ویلي چې دې پرېکړې هغه افغانان له پامه غورځولي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له پوځي ځواکونو، دیپلوماتانو او پراختیايي پروګرامونو سره همکاري کړې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې دغه متحدین له نوې ونډې څخه ایستل شوي دي.
د افغان
ایواک مشر، شان وانډایور، وویل چې نوې پرېکړې د امریکا افغان همکاران د ۲۰۲۷ کال د کډوالو منلو پروګرام څخه بې برخې کړي دي. د دې ادارې په وینا، د افغان کډوالو د قضیو د پروسس کولو بهیر لاهم په ټپه ولاړ دی، او د ۲۵۰،۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو برخلیک چې قضیې یې د افغانانو په وړاندې د امریکا له ژمنو سره تړاو لري، لاهم ناڅرګند دی.
افغان
ایواک مخکې له دې د امریکا له حکومته غوښتي وو چې په ۲۰۲۷ مالي کال کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ او په ۲۰۲۸ کال کې ۵۰۰۰ نور ځایونه افغان کډوالو ته ځانګړي کړي. دغه سازمان ویلي، سره له دې چې وروستۍ پرېکړه شوې، خو د امریکا د افغان همکارانو د لېږد او منلو د لارو د بیا پرانیستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د امریکا د ولسمشرۍ سند دا هم په ډاګه کوي چې د کډوالو منل به د ټرمپ د ادارې د سختو پالیسیو تابع وي، په شمول د هویت سختې څېړنې او هغه فرمان چې د کډوالو عمومي منل یې ځنډولي دي.
د یادونې وړ ده چې د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره هم په لومړي سر کې د کډوالو د منلو کچه ۷،۵۰۰ ټاکلې وه، خو وروسته یې دا کچه ۱۷،۵۰۰ ته لوړه کړه. د مهاجرت حقونو فعالین هیله من دي چې راتلونکي کال کې د افغانانو په اړه د پالیسۍ د بدلون امکان شتون ولري.
سرچینه: افغان
ایواک
🌐