په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ اعلان کړی چې د دغه ولایت په چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د جمعې په ورځ د تلې په لسمه وویل چې دواړه پېښې په همدې ورځ رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړه چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغو پېښو اصلي لامل و.

په لومړۍ پېښه کې، د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو "سوزکي" ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو. د حماد په وینا، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور ټپیان شول.

دویمه پېښه د چپرهار ولسوالۍ په "دولتزي" سیمه کې رامنځته شوه. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند څرګنده کړه چې په دې پېښه کې یو "سراچه" ډوله موټر له دوو ماشومانو سره چې له سړک څخه اوښتل، ټکر وکړ.

له بده مرغه په دې پېښه کې دواړه ماشومان په ځای کې مړه شول. د لومړۍ پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د دواړو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو او اصولو نه مراعاتول بللي دي. هغه له ټولو موټر چلوونکو وغوښتل چې په احتیاط سره موټر وچلوي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د وګړو د مړینې او ټپي کېدو یو له سترو لاملونو څخه دی. د غیر مجاز سرعت، ناسم سبقت، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټر چلولو پر مهال د موبایل کارول تل د دې مرګونو پېښو د اصلي لاملونو په توګه یادېږي.

سرچینه: د ننګرهار امنیه قومانداني

🌐

Author