سیمه ییز خبري آژانس حال

وش راپور ورکړی چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت مرکز زاهدان کې په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه د فاطمیون لښکر پنځه غړي وژل شوي دي. دا برید د جمعې په سهار د تلې په لسمه نېټه شوی دی.

د حال

وش د راپور له مخې، چې د سیمې خبرونه پوښي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د فاطمیون ځواکونو موټر د رودماهي په کله

پده سیمه کې ګزمه کوله. دغه اژانس د عیني شاهدانو او محلي سرچینو په حواله لیکلي چې لومړی د موټر په لاره کې یو "چاودیدونکی تلک" وچاودېد.

له چاودنې وروسته، ناپېژاندو وسله والو د موټر پر سپرلۍ ډزې وکړې. محلي سرچینو ویلي چې په دې ګډ برید کې لږ تر لږه د فاطمیون لښکر پنځه غړي وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

حال

وش دا هم زیاته کړې، چې د دغه موټر شاته یو دوشکا نصب شوی و او د چاودنې او ډزو په پایله کې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

دا په تېره یوه میاشت کې په زاهدان کې د فاطمیون پر غړو دوهم مرګونی برید دی. حال

وش تر دې مخکې خبر ورکړی و چې د وږي په ۲۰مه هم په همدې سیمه کې د ګزمې پر مهال لږ تر لږه څلور فاطمیون غړي د وسله والو په ډزو وژل شوي وو.

د فاطمیون لښکر د افغان شیعه جنګیالیو څخه جوړه یوه ملیشه ډله ده چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا یې ملاتړ کیږي. دا ډله په عمده توګه د سوریې په کورنۍ جګړه کې فعاله وه، خو راپورونه وايي چې ایران یې له غړو څخه د کورنیو امنیتي موخو لپاره، په ځانګړې توګه د سیستان او بلوچستان په څېر سرحدي سیمو کې کار اخلي.

دغه ولایت په وروستیو کلونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د ګڼو نښتو شاهد دی. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

سرچینه: حال

وش

🌐

Author