د یمن قانوني حکومت اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت تر ملاتړ لاندې حوثیانو له کنټروله د سیمو د بېرته نیولو لپاره یې یو پوځي ضد برید پیل کړی دی. دا عملیات د امریکا او سعودي عربستان په استخباراتي او پوځي ملاتړ ترسره کېږي.
د یمن د ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، په یوه وینا کې په رسمي توګه د دې عملیاتو د پیل اعلان وکړ. هغه وویل چې د دې عملیاتو موخه "د پاتې سیمو بېرته نیول او په ټول یمن د دولت د حاکمیت غځول" دي او دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د تاوتریخوالي د کمولو ټول فرصتونه پای ته ورسېدل.
دا اقدام څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې رویټرز خبري اژانس د لویدیځو او سیمه ییزو سرچینو په حواله، د حوثیانو پر وړاندې د یوه پوځي عملیاتو لپاره د سعودي عربستان د چمتووالي خبر ورکړی و. د هغه عملیاتو موخه په سره بحیره کې د کښتۍ چلولو د لارې امنیت ټینګول او د ساحلي سیمو او ستراتیژیک باب المندب تنګي بېرته نیول ښودل شوي وو.
اکسیوس وېبپاڼې هم راپور ورکړی چې د یمن پلازمېنه صنعا، چې له کلونو راهیسې د حوثیانو په کنټرول کې ده، بېرته نیول او پر باب المندب تنګي بشپړ کنټرول د دې ضد برید اصلي موخې دي. دا تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو لپاره یوه حیاتي لار ګڼل کېږي.
د دې راپور له مخې، د یمن حکومت او سعودي عربستان له اونیو راهیسې د دې عملیاتو لپاره پلان جوړ کړی و. ویل کېږي چې د یمن دولت ته وفادار لسګونه زره ځمکني ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او د سعودي عربستان پوځ په عمده توګه د هوايي پوښښ او د حوثیانو د مرکزونو په نښه کولو مسوولیت پر غاړه لري.
باب المندب ته نږدې پر ساحلي سیمو د حوثیانو او د هغوی د ملاتړي، ایران اسلامي جمهوریت، واکمني، دوی ته یو مهم فشار وسیله ورکړې ده. د هرمز تنګي په کښتۍ چلولو کې د وروستیو خنډونو له امله د دې لارې ستراتیژیک اهمیت نور هم زیات شوی دی.
سرچینه: اکسیوس، رویترز
🌐