د افغانستان ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یې په یوه هدفي برید کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال له خپلو دوو ساتونکو سره وژلی دی. دې جبهې دا هم ادعا کړې چې په دې برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

دې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دا "هدفي عملیات" د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ترسره شوي دي.

د دې جبهې په خبرپاڼه کې د برید د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې څو ساعته مخکې په فیض اباد ښار کې د یوې چاودنې راپورونه خپاره شوي وو.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې او د ملي مقاومت جبهې د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی او دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

په ورته وخت کې، د داعش خراسان څانګې هم په همدې ورځ په فیض اباد کې د طالبانو پر یوه استخباراتي چارواکي د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په برید کې یې یو ساتونکی وژل شوی او خپله چارواکی او یو بل ساتونکی یې ټپیان شوي دي. دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو دې دوو مخالفو ډلو د یوې پېښې مسوولیت منلی او که دوه جلا بریدونه شوي دي.

دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره شپه، طالبانو ته نږدې د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې وه چې ځواکونو یې د "شاه محمد" په نوم د ملي مقاومت جبهې یو قوماندان د بدخشان په مرکز کې وژلی دی. ملي مقاومت جبهې تر اوسه د طالبانو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ملي مقاومت جبهه او نورې طالب ضد ډلې په کې حضور او فعالیت لري او وخت په وخت له دغه ولایت څخه د نښتو او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

سرچینه: ملي مقاومت جبهه

🌐

Author