ترکیې په ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو بیا برید په کلکه غندلی او د دا ډول بریدونو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره له سعودي عربستان سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، دا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په سهار، د اکتوبر پر ۱۲مه، اعلان وکړ: "دا بریدونه چې په قصدي توګه ملکي بنسټونه او بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي، د نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشردوستانه حقونو د اصولو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي."

د انقرې په بیانیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي او "باید سمدستي ودرول شي." ترکیې همدارنګه د سعودي عربستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ترکیې دا سخت غبرګون په داسې حال کې دی چې دا هېواد له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري. دغو دوو هېوادونو د پاکستان په ګډون د روان میلادي کال په اګست میاشت کې یو درې اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، پر هر یوه له دغو دریو هېوادونو برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

دا دفاعي تړون چې په ریاض کې لاسلیک شو، د سیمه ییزو ګډو ګواښونو په وړاندې د انقرې، ریاض او اسلام اباد ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ژوروالي ښکارندويي کوي. د ترکیې لخوا د حوثیانو د برید کلکه غندنه هم د همدې ژمنو په چوکاټ کې ارزول کېدای شي.

د ریاض پر هوايي ډګر وروستي برید چې د یوه پاکستاني وګړي د وژل کېدو او د ۱۱ نورو د ټپي کېدو لامل شو، د نړیوالو غندنو یوه څپه راپارولې ده. خو حوثیان لا هم پر سعودي اهدافو خپلو بریدونو ته پر دوام ټینګار کوي او هغه په یمن کې د سعودي عربستان د پوځي مداخلو ځواب بولي.

سرچینه: الجزیره

🌐

Author