د امریکا متحده ایالتونو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د یوه نوي تړون پر بنسټ، له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو لومړۍ ډله به روانه اونۍ کینشاسا ته ورسېږي. دا ګام درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو بهیر د چټکولو د پروګرام یوه برخه ده.
په دې ډله کې د کولمبیا، پیرو، چیلي او ګواتیمالا لسګونه وګړي شامل دي. د دې کډوالو لېږد د کانګو په ختیځ کې د سولې ټینګولو او دغه راز د دې افریقایي هېواد سټراټیژیکو معدني سرچینو ته د لاسرسي لپاره د واشنګټن له هڅو سره هم مهاله ترسره کېږي.
کډوال به کانګو ته له رسېدو وروسته په لنډمهاله توګه د پلازمېنې په یوه هوټل کې ځای پر ځای شي. امنیتي تدابیر به د کانګو د ملي پولیسو لخوا نیول کېږي، خو د لنډمهاله استوګنې وروسته د دې کسانو وروستی برخلیک لا هم روښانه نه دی.
#کډوالي #امریکا #کانګو
🌐