د هالیووډ مشهور ستوري ټوبي مګوایر پخوانۍ مېرمنې، جنیفر مایر، له میلیاردر جف اوګونلسي سره په هاوايي کې په یوه شانداره غونډه کې واده وکړ. د دې واده تر ټولو په زړه پورې برخه دا وه چې د واده مراسم پخپله ټوبي مګوایر ترسره کړل.
دا مراسم، چې د اونۍ په پای کې ترسره شول، د مایر او مګوایر ترمنځ د ۲۰۱۶ کال له جلا کیدو وروسته د دوستانه او نږدې اړیکو ښکارندويي کوي. دوی دوه ماشومان لري او تل یې د خپلو ماشومانو په ګډه روزنه ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، ټوبي مګوایر د نکاح د مراسمو د ترسره کوونکي رول لوبولی، چې دې کار یې د ډېرو ستاینه ترلاسه کړې او د یوې «عصري او ګډې کورنۍ» د بېلګې په توګه یاد شوی دی.
د واده مراسم په هاوايي کې په یوه مجلل ځای کې ترسره شول او د هالیووډ یو شمېر مشهورو څېرو هم پکې ګډون کړی و. د مشهورو مېلمنو په منځ کې د ټوبي مګوایر نږدې ملګری، لیونارډو ډي کاپریو هم شامل و.
جنیفر مایر، چې د ګاڼو ډیزاینره ده، او جف اوګونلسي، چې په موسیقۍ کې کار کوي، له څه مودې راهیسې له یو بل سره اړیکې لرلې. دا واده د مایر په ژوند کې یو نوی پړاو پیلوي.
ټوبي مګوایر او جنیفر مایر په ۲۰۰۷ کال کې واده کړی و او له نهو کلونو ګډ ژوند وروسته یې په ۲۰۱۶ کال کې د خپلې بېلتون اعلان وکړ. سره له دې، دوی توانېدلي چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره یوه درنه او ملاتړې اړیکه وساتي.
سرچینه: Zarin TV
🌐