په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ لا هم دوام لري. د طالبانو حکومت ځواکونو د پنجشنبې په ورځ دوه ځوانې نجونې ونیولې.

عیني شاهدان وایي چې دا نجونې په زوره یو موټر ته واچول شوې او په داسې حال کې چې د مرستې غوښتنه یې کوله، نامعلوم ځای ته یوړل شوې. په هرات کې د امر بالمعروف د ځواکونو ګزمې زیاتې شوې دي.

په وروستیو اونیو کې لسګونه افغان میرمنې په همدې دلیل نیول شوې دي. د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو دا کړنې په کلکه غندلي او د ښځو د نیولو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

#افغانستان #ښځې #بشري\_حقونه

🌐

Author