د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په افغانستان کې د بي بي سي راډیو د اېف اېم خپرونو د ځنډېدو په غبرګون کې د دې رسنۍ پر هغو یو شمېر خبریالانو نیوکه کړې چې په سیمهییزو ژبو فعالیت کوي.
کوفي ویلي، د بي بي سي دغو خبریالانو په دوامداره توګه د افغانستان وضعیت تر واقعي حالت ښه انځور کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې پرله پسې مرکې خپرې کړې دي. د هغې په وینا، دې کار د طالبانو د حکومت د کړنو په عادي کولو کې مرسته کړې ده.
هغې د بي بي سي د خپرونو ځنډېدل د نورو رسنیو لپاره یو درس بللی دی. نوموړې ټینګار کړی چې رسنۍ باید معلوماتو ته د لاسرسي یا نورو اړیکو په خاطر د رښتینولۍ او د راپور ورکولو د دقت اصول تر پښو لاندې نه کړي.
د کوفي په وینا، د رسنیو لومړنۍ دنده د کره او بې پرې معلوماتو وړاندې کول دي، حتی که دا کار رسمي سرچینو ته د دوی د لاسرسي د محدودیت لامل شي. هغې وویل چې د ژورنالیستیکو اصولو قرباني کول په پای کې د رسنۍ اعتبار ته زیان رسوي.
دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې پر ازادو رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي. د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالانو یا هېواد پرېښی او یا یې هم دندې له لاسه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي، خو د دې رسنۍ خپرونې لا هم د لنډو او منځنیو څپو، سپوږمکۍ او انلاین له لارې د لاسرسي وړ دي. دا ګام په افغانستان کې پر نړیوالو او کورنیو رسنیو د پراخ فشار یوه برخه ګڼل کیږي.