له آذربایجان څخه راپورونه وايي، یوې ښوونکې او څو زده‌کوونکو وروسته له هغه خپل درسي ټولګي په ازاده فضا کې جوړ کړل چې د اسلامي حجاب لرلو له امله ورته ښوونځي ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

د "بکروند" خبري سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د دغه هېواد په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې او پر ټولنیزو رسنیو یې غبرګونونه راپارولي دي. په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې ښوونکې د سړک په غاړه حجاب لرونکو زده‌کوونکو ته تدریس کوي.

دا کار په تعلیمي ادارو کې د حجاب په اړه د آذربایجان د حکومت د سختو تګلارو پر وړاندې یو ډول سوله ییز اعتراض ګڼل کیږي. آذربایجان، چې اکثریت وګړي یې شیعه مسلمانان دي، یو سیکولر حکومتي نظام لري چې د دولت او دین پر بېلوالي ټینګار کوي.

په دولتي ښوونځیو کې د حجاب د منع قانون په آذربایجان کې له کلونو راهیسې شتون لري او تل په دې هېواد کې یوه جنجالي موضوع وه. د دې قانون ملاتړي دا د تعلیمي نظام د سیکولر ماهیت د ساتلو لپاره اړین بولي، په داسې حال کې چې منتقدین یې د دیني او فردي آزادیو نقض ګڼي.

دې پېښې یو ځل بیا د جنوبي قفقاز په سیمه کې په یوه سیکولر دولت کې د دیني آزادیو د حدودو په اړه بحثونه راپورته کړي دي. دا موضوع په ځانګړې توګه د پام وړ ده ځکه چې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او ترکیې له تګلارو سره په ټکر کې ده چې د حجاب په اړه بېلابیل سیاستونه لري.

په هر حالت کې د زده کړو د دوام لپاره د دې ښوونکې او زده‌کوونکو اقدام، د هغو قوانینو پر وړاندې د مقاومت نښه ده چې دوی یې ناعادلانه ګڼي او په ځینو پخواني شوروي ټولنو کې د دیندارو مسلمانانو ننګونو ته پام رااړوي.

Author