د راپورونو له مخې، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف پر موټر د پنجشنبې په ورځ په لندن کې برید شوی او ښیښې یې ماتې شوې دي. دا درېیم ورته برید دی چې په لندن کې د ښاغلي شریف پر موټر ترسره کیږي.
دا برید د لندن د ایونفیلډ اپارتمانونو مخې ته د دوو مخ پټو کسانو له خوا شوی دی، چېرته چې د شریف کورنۍ اوسیږي. ویل کیږي چې بریدګرو په یوه سخت څیز سره د موټر ښیښې ماتې کړي او بیا له سیمې تښتېدلي دي.
د لندن پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي او د پېښې د ځای د څار کمرې ویډیو یې هم ترلاسه کړې ترڅو بریدګر وپېژني. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
نواز شریف، چې د زړه، شکر او وینې د فشار ستونزې لري، له ۲۰۱۹ کال راهیسې د درملنې لپاره په لندن کې دی او له هغه راهیسې له خپلې کورنۍ سره هلته اوسیږي. هغه په پاکستان کې د فساد په تور په زندان محکوم شوی و خو د درملنې لپاره له هېواده بهر ته د تګ اجازه ورکړل شوه.
په لندن کې د نواز شریف پر موټر پرله پسې بریدونو د هغه او د هغه د کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. د هغه پلویان دا بریدونه د هغه سیاسي مخالفینو ته منسوبوي، خو دا ادعاوې تر اوسه نه دي ثابتې شوې.
سرچینه: Zarin TV
🌐