ټاکل شوې ده چې ترکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړي. د ترکیې د دفاع وزیر د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی دی.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد د دفاع وزیر یاشار ګولر د سه‌شنبې په ورځ ماسپښین د همدې موخې لپاره دوحې ته روان شوی دی. دا څلور اړخیز تړون د دې هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک کیږي.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې قطر هڅه کوي خپل کورني دفاعي تولیدي وړتیاوې پراخې کړي. د قطر د دفاع په چارو کې د دولت وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمان آل ثاني، د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د نړیوال امنیت په فورم کې اعلان وکړ چې هېواد یې هوډ لري چې ډېر ژر د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د دفاعي تجهیزاتو د تولید یو ځايي مرکز جوړ کړي.

ښاغلي آل ثاني زیاته کړه چې قطر له خپلو نړیوالو شریکانو لکه امریکا، برېتانیا او فرانسې سره د کورنیو دفاعي وړتیاوو د پراختیا او په دفاعي شرکتونو کې د پانګونې د فرصتونو د موندلو لپاره کار کوي. هغه همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د بالستیک توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او سایبري بریدونو پر وړاندې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د یوې نوې همکارۍ د اعلان خبر ورکړ.

دا پرمختګونه د سیمه ییزو کړکېچونو او د قطر پر انرژۍ او سمندري سوداګرۍ د هغې د اغېزو په منځ کې رامنځته کیږي. ترکیې او قطر په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو لکه دفاع، امنیت او سوداګرۍ کې خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کړې ده.

سرچینه: اناتولي خبري اژانس

🌐

Author