د پروان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې یې له ۵۰۰ ډېر د موسیقۍ آلات او ورپورې اړوند وسایل سوځولي دي. د یاد ریاست په وینا، دغه توکي په تېر یوه کال کې د پروان له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو .
د پروان د دغې ادارې رئیس مقبول احمد وقاص ټینګار کړی چې دا کار د منکراتو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې شوی دی. نوموړي له خلکو غوښتي چې له هغو وسایلو له کارولو ډډه وکړي چې د شریعت خلاف ګڼل کېږي او د طالبانو د ډلې لخوا منع شوي دي .
د موسیقۍ پر وړاندې محدودیتونه او د موسیقۍ د وسایلو سوځول په هېواد کې یوه نوې خبره نه ده او وخت ناوخت له بېلابېلو ولایتونو څخه ورته راپورونه ورکول کېږي. که څه هم دا کړنې د ځینو کلتوري کړیو له غبرګون سره مخ دي، خو سیمه ییز مسوولین یې پر پلي کېدو ټینګار کوي .

پروان #امربالمعروف #موسیقی #افغانستان #کورنیخبرونه #طالبان #شریعت #کلتور #ټولنه #دموسیقۍآلات

Author