د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشریزې دورې له پیل راهیسې، د هغه ادارې تر ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې دي. دا اقدام د کډوالۍ ضد سختو سیاستونو یوه برخه ده چې د امریکا اوسني حکومت پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګاټ، د سه‌شنبې په ورځ، د میزان په ۲۸مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې دا شمېرې تایید کړې. هغه وویل چې د ټرمپ اداره "د امریکا په تاریخ کې د بل هر حکومت په پرتله په چټکۍ سره ویزې لغوه کوي." دا شمېره د اګست په میاشت کې د خپرو شویو شمېرو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي، کله چې د لغوه شویو ویزو شمېر ۱۷۵ زره اعلان شوی و.

د ښاغلي پیګاټ په وینا، دا پرېکړې د کورني امنیت د پیاوړتیا او د کډوالۍ له سرغړونو سره د مبارزې په هدف نیول کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا حکومت به د هغو بهرنیو اتباعو په وړاندې "هیڅ ډول زغم" ونه کړي چې قانوني سرغړونې، درغلۍ، یا د ملي امنیت ګواښونکي کړنې ترسره کوي.

خو دا سیاستونه د بشري حقونو د مدافعینو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، نیوکه کوونکي وايي چې دا اقدامات د غیرقانوني کډوالۍ له مبارزې هاخوا تللي او د بیان پر ازادۍ او د افرادو پر بنسټیزو حقونو یې منفي اغېز کړی دی. دوی همدارنګه د نژادي تبعیض د زیاتوالي او د توکمیزو لږکیو او کډوالو ټولنو د په نښه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بحث وړ مواردو په منځ کې د ځینو فلسطین پلوه بهرنیو لاریون کوونکو د ویزو لغوه کول شامل دي چې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد یې مظاهرې کړې وې. پر دې سربېره، داسې راپورونه هم شته چې د ځینو بهرنیو وګړو ویزې د محافظه کار سیاسي فعال، چارلي کرک، د وژنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د نظر څرګندولو له امله لغوه شوې دي.

نیوکه کوونکي استدلال کوي چې د ټرمپ اداره د ملي امنیت په پلمه خپل مخالفین او منتقدین ځپي. د دوی په وینا، د سرغړونو محدودې پېښې د کډوالو پر ټولنو، لکه د مینه سوټا په ایالت کې د سومالیايي ټولنې، د پراخ فشار لپاره پلمه ګرځول شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د خپل ۲۰۲۴ کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې د "غیرقانوني کډوالۍ" د مخنیوي ژمنه کړې وه، خو د هغه حکومت پر "قانوني کډوالۍ" هم محدودیتونه لګولي دي. په دې محدودیتونو کې د ځینو کاري ویزو د لګښتونو زیاتوالی او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د وګړو پر امریکا ته پر ننوتلو بشپړ بندیز شامل دي.

سرچینه: اطلاعات روز

🌐

Author