د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د دوشنبې په سهار، د لړم په څلورمه، اعلان وکړ چې د یمن د حوثیانو له خوا پر ریاض توغول شوی بالستیک توغندی یې په نښه او نسکور کړی دی. دا پېښه د دواړو لورو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په لړ کې رامنځته شوې ده.
له دې اعلان مخکې، د سعودي دولتي ټلویزیون په پلازمېنه کې د احتمالي خطر په اړه د ملکي دفاع سازمان د خبرداري خبر ورکړی و. خو څو دقیقې وروسته، دغه سازمان اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی. په خپرو شویو اعلامیو کې د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا نوی برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ریاض ملک خالد نړیوال هوایي ډګر د حوثیانو د پخوانیو بریدونو له امله د فعالیتونو له ځنډولو وروسته، د لړم له دریمې نیټې راهیسې په دوو ترمینلونو کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.
د هوایي ډګر ادارې د تلې په دوهمه اعلان وکړ چې لومړی نمبر ترمینل به کورنیو الوتنو او دویم نمبر ترمینل به د سعودي هوایي شرکتونو نړیوالو الوتنو ته ځانګړی شي.
بل لور ته، حوثیانو یو ځل بیا ګواښ کړی چې د ریاض هوایي ډګر به په نښه کړي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع، د ریاض هوایي ډګر یو "پوځي هدف" بللی او هوایي شرکتونو، د هوایي ډګر کارکوونکو او مسافرو ته یې خبرداری ورکړی چې له هغه څخه کار وانخلي.
د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو د تلې په ۱۸مه نېټه د برید وروسته د ملک خالد هوایي ډګر فعالیت ودرول شو. هغوی د لړم په دوهمه هم د ریاض پر هوایي ډګر او د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید خبر ورکړی و، خو سعودي چارواکو تر اوسه په مستقیمه توګه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه: د سعودي دولتي رسنۍ
🌐