د افغانستان لپاره د ناروی سفارت په هیواد کې د وروستیو هوایی بریدونو او امنیتی وضعیت په غبرګون کې، د ښکیلو لوریو ترمنځ د کړکیچونو د ژر تر ژره کمولو غوښتنه کړې ده. دغه ډیپلوماټیک بنسټ د وسله والو شخړو پر مهال د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د اصولو پر رعایتولو کلک ټینګار کړی دی.
دغه سفارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دریځ په تاییدولو سره، په شخړو کې د احتیاط، توپیر او تناسب اصولو ته د ژمنتیا ارزښت یادونه کړې ده. د ناروی چارواکو ویلي چې د ملکیانو د زیانمنیدو مخنیوي لپاره د دې بنسټیزو اصولو رعایتول په بشپړه توګه اړین دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږی چې د امنیتی پیښو په ځانګړې توګه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د بریدونو له امله د افغان ملکیانو تلفات زیات شوي دي. تر دې وړاندې هم د نړۍ ډیرو هیوادونو له حکومت طالبان او پاکستان څخه غوښتی وو چې شته کړکیچونه د خبرو له لارې حل کړي.
#ناروی #افغانستان #بشری\_حقونه #ملکیان #امنیت
🌐