په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې راپور ورکوي چې د شهربزرګ په ولسوالۍ کې د واده په یوه مراسمو کې د موسیقۍ د مخنیوي لپاره د طالبانو د ځواکونو د مداخلې وروسته، یو تاوتریخجن اخ و ډب رامنځته شوی دی.
دا پېښه د شنبې په شپه، د لړم په ۳مه، د دې ولسوالۍ په وندیان کلي کې د عتیق الله په نوم د یوه کس د واده په مراسمو کې رامنځته شوه. د هغو سرچینو په وینا چې له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرې کړې، د طالبانو ځواکونه د موسیقۍ او هوایي ډزو (پټاقیو) د مخنیوي لپاره د واده ځای ته ورغلي وو.
د دې مداخلې په پایله کې، د طالبانو د ځواکونو او د واده د ګډونوالو ترمنځ نښته پیل شوه. ځایي سرچینې وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې، د شهربزرګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پولیسو د تروریزم سره د مبارزې مدیر، قاري عبدالهادي، وژل شوی دی. پر هغه سربیره، دوه نور طالبان او لږ تر لږه دوه ځایي اوسیدونکي هم سخت ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، نښته هغه وخت پیل شوه کله چې طالب ځواکونو لومړی د سیمې پر اوسیدونکو ډزې وکړې. د طالبانو دا اقدام د مراسمو د ګډونوالو له متقابل غبرګون سره مخ شو او د تاوتریخوالي لامل شو.
له دې پېښې وروسته، طالب ځواکونو لږ تر لږه ۲۵ تنه ځایي اوسیدونکي چې په واده کې یې ګډون کړی و، نیولي دي. سرچینې وايي چې په سیمه کې د طالبانو لخوا د کورونو تلاشي او د خلکو ځورول دوام لري، چې د خلکو په منځ کې یې ویره او وحشت رامنځته کړی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي توګه دا پېښه نه ده تایید کړې.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې واک ته له بیا راستنېدو وروسته په ټول افغانستان کې د هر ډول موسیقۍ خپرول او تولید منع کړی دی. دا ډله موسیقي د اسلامي شریعت خلاف ګڼي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونه یې د موسیقۍ د خپرولو له مواردو سره سخت چلند کوي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐