د بدخشان ولایت د سرحدي سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له سخت کمښت، د متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي او درملو ته له محدود لاسرسي څخه شکایت کوي. دوی وايي، د امکاناتو د نشتوالي له امله ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره د درنو لګښتونو په زغملو سره تاجکستان ته سفر وکړي او یا له خپلې ناروغۍ سره ژوند وکړي.

د ځايي خلکو په وینا، سختې لارې او د مناسبو وسایطو نشتوالی روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی او کله کله ناروغان روغتون ته تر رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د بدخشان یوه اوسېدونکي رازق وايي، د دغه ولایت ډېری ۲۸ ولسوالۍ د درملو او روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "د درواز پنځه ګونې ولسوالۍ سړکونه نه لري او په ځینو سیمو کې یو روغتیايي مرکز یوازې یو نرس لري او درمل نه لري. دوه کاله وړاندې، په کران او منجان ولسوالۍ کې ۱۷ میندې روغتون او مناسب سړک ته د نه لاسرسي له امله مړې شوې."

له دې وضعیت څخه تر ټولو ډېرې ښځې او ماشومان اغېزمن شوي دي. یوې بلې اوسېدونکې عایشې وویل، ښځې او نجونې حتی لومړنیو روغتیایي توکو ته هم لاسرسی نه لري. د هغې په وینا، بې وزله کورنۍ د درملنې او تګ راتګ د درنو لګښتونو توان نه لري او له درملنې بې برخې پاتې کیږي.

دا ستونزې په ژمي کې د واورو له امله د لارو په بندیدو سره لا پسې زیاتیږي او د امیندوارو میندو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي. یوې اوسېدونکې نازنین وویل، حتی د ولایت په مرکز فیض اباد کې هم د ډاکټرانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو کمښت یوه لویه ننګونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د بدخشان اوسېدونکو د "سنايي پرمختیايي سازمان" پر کمزوري فعالیت، چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري، سخته نیوکه وکړه. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې سرچینو د دې ادارې چارواکي د امکاناتو په ناوړه ګټه اخیستنه او له ځايي طالب چارواکو سره په نږدې اړیکو تورن کړي وو.

سرچینه: محلي راپورونه

🌐

Author