د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسېد. دا لیدنه ټاکل شوې نن، سې شنبه د لړم په ۵مه، ترسره شي او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا به تمرکز وکړي.
د ایران د دولتي خبري اژانس "ایرنا" د راپور له مخې، ښاغلي پزشکیان ته تېره شپه د مسکو په ونوکووا هوايي ډګر کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، اندري رودنکو، هرکلی ووایه. دا سفر د تهران او مسکو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د ژورولو د هڅو په چوکاټ کې ترسره کیږي.
پر پوتین سربېره، د ایران ولسمشر به د "ګازو صادرونکو هېوادونو ټولنې" (GECF) په اتمه سرمشریزه کې هم ګډون وکړي. ښاغلي پزشکیان له سفر مخکې د دې غونډې یو مهم هدف "د څو اړخیزو همکاریو پراختیا او له یو اړخیز پالیسۍ سره مقابله" وبلله.
هغه ټینګار وکړ: "دا د منلو وړ نه ده چې یو قدرت وغواړي د خپلې خوښې پر اساس د نورو هېوادونو لپاره پریکړې وکړي او پر هغوی محدودیتونه ولګوي." د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د انرژۍ د لیږد د لارو د امنیت او د سوداګرۍ د ازادۍ د تضمین په اړه هم خبرې وشي.
د ګازو صادرونکو هېوادونو ټولنه ۱۲ اصلي غړي لري چې روسیه، ایران، قطر او متحده عربي امارات پکې شامل دي، او ۸ څارونکي هېوادونه هم لري. دا هېوادونه په مجموع کې د نړۍ د طبیعي ګازو شاوخوا ۷۰ سلنه زیرمې او د ګازو له ۴۰ سلنې څخه ډېر صادرات په واک کې لري.
دا سفر په داسې شرایطو کې ترسره کیږي چې دواړه هېوادونه له نړیوالو بندیزونو سره مخ دي او د لویدیځ فشارونو سره د مقابلې لپاره د یوې ګډې جبهې د جوړولو په لټه کې دي. د انرژۍ، سوداګرۍ او امنیت په برخو کې همکاري به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د خبرو اترو اصلي محور وي.
سرچینه: ایرنا
🌐