په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې کابل ښار د میلیونونو خلکو لپاره په یو متحرک او غوړېدلي استوګنځای د بدلیدو لپاره غوره ښاري پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د "ښارونو د نړیوالې ورځې" په درشل کې، په ټولنیزه شبکه ایکس کې د کابل د پراختیا نقشې په خپرولو سره وښودله چې د افغانستان پلازمېنې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د پام وړ پراختیا موندلې ده. دا پراختیا تر ډېره حده بې پلانه او له اړینو زیربناوو پرته وه.

د ملګرو ملتونو په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې د ښاري کیدو زیاتوالي د افغانستان د لویو ښارونو، په ځانګړې توګه د کابل او هرات لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي. دا ښارونه د چټک ښاري کیدو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له فشار سره مخ دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ښاري نفوس شاوخوا ۱۱.۴ میلیونه وګړو ته رسېدلی و. دا شمېره په وروستیو دوو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو په جبري توګه ایستلو سره نوره هم زیاته شوې ده. دا راستنېدونکي تر ډېره په لویو ښارونو کې مېشت کیږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، د افغانستان څه باندې ۲۷ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي. د دې چټک ښاري کیدو اصلي لاملونه په کلیوالو سیمو کې د بې وزلۍ او بیکارۍ له امله کورني کډوالي، د کډوالو راستنېدل او د وچکالۍ او سیلابونو په څېر طبیعي پېښې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام ټینګار کوي چې د مناسب ملاتړ او په ښاري زیربناوو لکه کور، د څښاک اوبه، سړکونو او عامه خدمتونو کې د پانګونې له لارې، کابل د خپلو ټولو اوسېدونکو لپاره په یو داسې ښار بدلیدلی شي چې د ژوند کولو وړ او متحرک وي.

سرچینه: UN-Habitat

🌐

Author