د ټیکنالوژۍ لوی شرکت، مایکروسافټ، اعلان کړی چې د لګښتونو د کمولو او پر مصنوعي ځیرکتیا د پانګونې د زیات تمرکز په موخه، خپلو شاوخوا ۶۰ زره کارکوونکو ته د بازخرید او داوطلبانه استعفا وړاندیز کوي. دا شمېره د دې شرکت د ټول کاري ځواک نږدې څلورمه برخه جوړوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا وړاندیز په متحده ایالاتو، کاناډا، هند او بریتانیا کې د ځانګړو ټیمونو هغو کارکوونکو ته شتون لري چې د مرستیال رییس او له هغه څخه ښکته کچه کې دنده لري. په هرصورت، ځینې ډلې لکه د ډیټا سنټرونو او پلور برخې یو شمېر کارکوونکي له دې پلان څخه مستثنی دي.
د مایکروسافټ اجرایوي مرستیالې او د بشري منابعو لوړپوړې مدیرې، ایمي کولمن، کارکوونکو ته په یوه یادښت کې لیکلي چې دا پلان "ډیر انعطاف رامنځته کوي" او کارکوونکو ته فرصت ورکوي چې "د خپل مسلکي ژوند راتلونکی څپرکی جوړ کړي."
دا په روان کال کې دویم ځل دی چې مایکروسافټ داسې یو پلان پلي کوي. د اپریل په میاشت کې هم دې شرکت په امریکا کې خپلو شاوخوا اوه سلنه کارکوونکو ته د وخت څخه مخکې تقاعد وړاندیز کړی و. د سيان بي سي شبکې د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰ سلنه مستحقو کارکوونکو هغه وړاندیز منلی و.
مایکروسافټ د جون په پای کې په ټوله نړۍ کې ۲۲۳ زره کارکوونکي لرل. دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د پای په پرتله د کاري ځواک کمښت ښیي، چې هغه وخت ۲۲۸ زره وو. دا شرکت، د نورو ټیکنالوژۍ لویانو په څیر، په ډیټا سنټرونو او د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختللو چیپونو کې سلګونه ملیارد ډالر پانګونه کړې ده.
دې سترو لګښتونو پانګوال دې ته اړ کړي چې د دې پانګونو د بیرته راستنیدو او د هغې د اقتصادي توجیه په اړه پوښتنې راپورته کړي. تمه کیږي چې مایکروسافټ به د دې اونۍ په پای کې خپل درې میاشتنی عایداتي راپور خپور کړي، چې کولی شي د شرکت د مالي وضعیت روښانه انځور وړاندې کړي.
سرچینه: د فرانسې خبري اژانس
🌐