د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د افغانستان پولې ته څېرمه بلوچستان ایالت کې یې په دوو جلا عملیاتو کې نهه تنه وژلي چې دوی یې «ترهګر» بولي. دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پولې پر سر امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) خپره شوې، ویلي چې دا عملیات د بلوچستان ایالت په «کاچي» او «اودهې» ولسوالیو کې ترسره شوي دي. پوځ وژل شوي کسان د «هند فتنې» غړي بللي؛ یوه اصطلاح چې پاکستان یې د «بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ» لپاره کاروي.
د اعلامیې له مخې، د کاچي په ولسوالۍ کې پر یوه پټنځای برید شوی او د ډزو په تبادله کې اوه «د هند تر ملاتړ لاندې ترهګر» وژل شوي دي. همدارنګه په اودهې ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو د «ترهګرو» تګ راتګ څارلی او له سختې نښتې وروسته یې دوه «د هند تر ملاتړ لاندې ترهګر» وژلي دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې چې له دواړو سیمو څخه یې په لویه کچه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي. دا عملیات په بلوچستان ایالت کې د فعالو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه ده.
بلوچستان ایالت پر افغانستان د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان په دوهم ناامنه ایالت بدل شوی او په پرله پسې توګه د خونړیو بریدونو شاهد دی. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې وسله والې ډلې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.
خو د طالبانو حکومت په کابل کې دا ادعاوې تل رد کړې دي. سره له دې، د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله امنیتي پېښو د دواړو لورو اړیکې له جدي ننګونو سره مخ کړې او بې باوري یې زیاته کړې ده.
سرچینه: د پاکستان پوځ
🌐