د "نړیوال عدالت پروژه" لخوا د "قانون حاکمیت شاخص" نوي راپور له مخې، افغانستان د سویلي اسیا هېوادونو په منځ کې تر ټولو بد ځای لري. په نړیواله درجه بندۍ کې هم افغانستان له ۱۴۳ هېوادونو څخه په ۱۴۲م ځای کې دی او یوازې وینزویلا ترې بد حالت لري.

دا راپور ښیي چې په نړیواله کچه، ډنمارک، ناروې او فنلنډ د قانون د حاکمیت له پلوه د دریو غوره هېوادونو په توګه پېژندل شوي دي. د قانون حاکمیت شاخص هېوادونه د "دولتي واکونو قانوني محدودیت، د فساد نشتوالی، پرانیستې حکومتولي، د بنسټیزو حقونو مراعات، نظم او امنیت، د مقرراتو پلي کول، مدني عدالت او جنایي عدالت" په څېر معیارونو پر بنسټ ارزوي.

افغانستان په ډېری دغو شاخصونو کې خورا ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي. راپور ښیي چې د دې هېواد نمرې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پرله پسې توګه د کمېدو په حال کې دي او له ۰.۳۶ نمرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې سږ کال ۰.۳۱ نمرو ته راټیټې شوې دي. په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان ځای د تېر کال په پرتله بدلون نه دی کړی.

"نړیوال عدالت پروژه" په خپل راپور کې ویلي چې د نهم پرله پسې کال لپاره، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د قانون حاکمیت د زوال په حال کې دی. د دې پروژې اجراییوي رییس، الخاندرو پونس وايي، چې د قانون حاکمیت د سوله ییزو ټولنو بنسټ دی، خو په نړیواله کچه یې د تخریب بهیر دوام لري او استبداد په ډېرو ځایونو کې ریښې غځولې دي.

راپور په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت ته اشاره کوي. د پخواني اساسي قانون لغوه کول او د طالبانو د مشر په فرمانونو د هېواد اداره کول هغه لاملونه دي چې په هېواد کې د قانون حاکمیت د سخت کمزوري کېدو لامل شوي دي. پر دې سربېره، پر بنسټیزو آزادیو پراخ محدودیتونه او د اتباعو د بشري حقونو څخه سرغړونې هم په دې ټیټه درجه بندۍ کې اغېزناکې وې.

سرچینه: نړیوال عدالت پروژه

🌐

Author