د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت والي، فیصل کریم کنډي، تېره شپه په انګور اډه کې د سرحدي نښتې په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې «باید په هیڅ ډول توهم کې نه وي.» دې نښتې یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ زیات کړی دی.
ښاغلي کنډي نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ او جنوبي وزیرستان ترمنځ پر پوله نښته د طالبانو له لوري «ښکاره تېری» بللی دی. هغه لیکلي: «پاکستان به هېڅکله پر خپلو خلکو بریدونه او د خپل حاکمیت نقض ونه زغمي.»
د خیبر پښتونخوا والي د پاکستاني ځواکونو د «چټک او پرېکنده غبرګون» د ستاینې ترڅنګ، د طالبانو حکومت د دې کړکېچ مسؤل بللی دی. هغه ټینګار کړی چې خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د دې سیمې امنیت کمزوری کړي.
د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمیشنر دفتر ویلي چې تېره شپه د نښتې پر مهال د طالبانو د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو په پکتیکا کې ځینو طالب امنیتي سرچینو رسنیو ته د نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لوري ته هم د استوګنې کورونه په نښه شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې یو معمول ګرځېدلی دی. دا نښتې اکثره د پولې پر سر د ودانیزو کارونو او د ډیورنډ کرښې اړوند مسایلو له امله رامنځته کېږي چې تل یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه: پاکستاني رسنۍ
🌐