د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د ملکي او نظامي کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو راپورونه رد کړي او هغه يې «اوازې» بللې دي. دې وزارت ډاډ ورکړی چې د معاشونو ورکړه به د عادي بهیر سره سم ترسره شي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټولو دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به پر خپل وخت او له کومې ستونزې پرته ورکړل شي. دا غبرګون وروسته له هغه وشو چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو د معاشونو ورکولو لړۍ تر «امر ثاني» پورې ځنډولې ده.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي: «هغه اوازې چې په ځینو رسنیو کې د معاشونو د ځنډ په اړه خپرې شوې، بې بنسټه دي.» دغه وزارت له دولتي کارکوونکو غوښتي چې دا ډول راپورونو ته پام ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، دولتي کارکوونکو په پرله پسې توګه د خپلو څو میاشتنیو معاشونو د ځنډ له امله شکایتونه کړي دي. ډیری کارکوونکو، په ځانګړې توګه د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، د میاشتو لپاره معاشونه نه وو ترلاسه کړي.
د مالیې وزارت له ډاډ سره سره، اقتصادي ستونزې او د نغدو پیسو کمښت لا هم د طالبانو د حکومت له اساسي ننګونو څخه ګڼل کېږي. ډیری دولتي کارکوونکي په کم معاش خپل ژوند پرمخ وړي او په ورکړه کې یې هر ډول ځنډ د دوی کورنیو ته جدي ستونزې رامنځته کولای شي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم طالبانو د کورنیو عوایدو په راټولولو کې پرمختګ کړی، خو د هېواد اقتصاد لا هم د نړیوالو بشري مرستو پورې تړلی دی او اوږدمهاله مالي ثبات لا هم یو لیرې هدف ښکاري.
سرچینه: د طالبانو د مالیې وزارت
🌐