په پاکستان کې د روسیې سفیر، آلبرت خوریف، وویل چې پښتو ژبه د یوې ګډې ژبې په توګه کولی شي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ متقابل تفاهم او پخلاینې سره مرسته وکړي.
ښاغلي خوریف دا څرګندونې د سهشنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، په اسلام اباد کې د روسیې په سفارت کې د "پرمختللي عملي پښتو ګرامر" کتاب د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغه زیاته کړه چې دا نوښت د مسکو لخوا د اسلام اباد او طالبانو حکومت ترمنځ د مخ پر ودې اختلافاتو په حل کې د مرستې لپاره یوه هڅه ده.
د روسیې سفیر د شخړو په هواري کې د ګډې ژبې پر اهمیت ټینګار وکړ، او د روسیې او اوکراین جګړې ته یې اشاره وکړه او ویې ویل، لکه څنګه چې روسي ژبه کولی شي د دواړو هېوادونو په پخلا کولو کې مرسته وکړي، پښتو هم کولی شي د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول ولوبوي. پښتو ژبه د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د میلیونونو خلکو لخوا ویل کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د دې مراسمو موخه د دواړو هېوادونو د مشرانو پام دې ګډ فرهنګي او ژبني عنصر ته راجلبول دي. دا وړاندیز په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي مسلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو پر سر ترینګلې دي.
په دې مراسمو کې د کتاب لیکوال، حفیظ الرحمن دوران، او په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر، سردار احمد شکیب، هم حضور درلود. د روسیې سفارت ویلي چې دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبرانولو او په روسیه کې د محصلینو د دې ژبې زده کړې ته د هڅولو لپاره چمتو شوی دی.
روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې په سیمه کې د منځګړي رول ولوبوي، او دا فرهنګي-ډیپلوماتیک نوښت هم په همدې لړ کې ارزول کېږي. دا به ولیدل شي چې ایا دا ژبنی وړاندیز کولی شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ کم کړي که نه. سرچینه: په پاکستان کې د روسیې سفارت
🌐