باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو جنرال الله داد فدايي، چې په څو ولایتونو کې د پولیسو پخوانی قوماندان و، نیولی دی. ویل کېږي چې هغه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د مامورینو لخوا نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو دا پخوانی پوځي چارواکی له نیولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدولی او کورنۍ او خپلوان یې د هغه له وضعیت څخه خبر نه لري. د ښاغلي فدايي خپلوانو د هغه نیول تایید کړي او د هغه د برخلیک په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت رسمي چارواکو تر اوسه د دې پخواني پولیس قوماندان د نیولو او د هغه د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو ادعا کړې چې د ښاغلي فدايي د کور د تلاشۍ پر مهال یو څه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

جنرال فدايي په پخواني حکومت کې د میدان وردګ، بغلان، نیمروز او لغمان ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه د جمهوریت نظام په امنیتي جوړښت کې یو پیژندل شوی او تجربه لرونکی قوماندان ګڼل کېده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، الله داد فدايي ایران ته کډوال شو خو تېر کال بېرته کابل ته راستون شوی و. د هغه راستنېدل په داسې حال کې وو چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې وه، خو په عمل کې د پخواني حکومت د پوځيانو او کارکوونکو نیول، شکنجه کول او وژل په پراخه کچه راپور شوي دي.

نږدې دوه کاله وړاندې، ښاغلي فدايي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو په لغمان ولایت کې د هغه شخصي کور غصب کړی دی. د هغه نیول په افغانستان کې د پاتې پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. سرچینه: افغانستان اینټرنشنال

🌐

Author