په بدخشان کې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د هیرویینو د تولید یوه کارخانه کشف او ویجاړه کړې ده. په دې عملیاتو کې د پام وړ نشه يي توکي او د پروسس تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر، احسان الله مستقیم وویل، چې دا عملیات تېره شپه شاوخوا یوه بجه د درایم ولسوالۍ په "خیربیک" کلي کې ترسره شول. د هغه په وینا، دا کارخانه په سیمه کې د هیرویینو د تولید یو فعال مرکز و.

ښاغلي مستقیم زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ کیلوگرامه اومه تریاک، چې هیرویینو ته د بدلولو لپاره چمتو شوي وو، کشف او ضبط شول. پر دې سربېره، اووه د بخار دیګونه (بیلرونه) چې په کې تر پروسس لاندې نشه يي توکي وو، هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.

یو شمېر نور وسایل او تجهیزات چې په دې کارخانه کې د نشه يي توکو د تولید لپاره کارول کېدل، هم ضبط شوي دي. دا عملیات په هېواد کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې د طالبانو د حکومت د هڅو یوه برخه بلل شوې ده.

د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان ولایت د خپل غرني جغرافیایي موقعیت او له څو هېوادونو سره د ګډې پولې له امله په تېرو لسیزو کې د قاچاق یوه لویه لار او د نشه يي توکو د تولید مرکز و.

طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه يي توکو تولید منع اعلان کړ او په ټول هېواد کې یې د کروندو او تولیدي کارخانو د ویجاړولو عملیات پیل کړي دي.

سرچینه: د بدخشان محلي چارواکي

🌐

Author