د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې، ښاپېرۍ نغمې، په امریکا کې د "یوریشیا" علمي او څېړنیز مرکز له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ د خپلو مدني او هنري فعالیتونو له امله یوه معتبره جایزه ترلاسه کړه.

د دغه مرکز مسوول، هارون حکیمي، د جایزې د سپارلو پر مهال وویل چې د اغلې نغمې بډایه هنر او لسیزو هڅو "د بې

وسه افغان مېرمنو او نجونو پټ خو حقیقت

پال غږ" نړیوالو ته رسولی دی. دا جایزه د افغان ښځو د اساسي حقونو لپاره د هغې د دوامداره مبارزې په پاس ورکړل شوه.

د مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ایوارډ د افغان نجونو د زده

کړو، کار او اساسي بشري حقونو د اعادې لپاره د نغمې د دوامداره هنري او مدني مبارزې په پاس ورکړل شوی دی.

اغلې نغمې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغان مېرمنې یوازې پرېنږدي. هغې ټینګار وکړ چې د افغان نجونو د ښوونځیو او حقونو تر بېرته ترلاسه کولو پورې به خپلو هنري هڅو ته دوام ورکړي.

دا هنرمنده، چې د افغان موسیقۍ یوه تلپاتې څېره ګڼل کېږي، تل د خپلو مدني دریځونو له لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ترڅنګ ولاړه پاتې شوې ده. ډېری خلک هغه د افغان مېرمنو لپاره د مقاومت او هیلو سمبول ګڼي.

نغمه، چې اصلاً د کندهار ده، خپل هنري فعالیتونه یې له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې پیل کړي او له څلورو لسیزو راهیسې یې د خپل غږ له لارې د افغان مېرمنو هیلې، عزت او مقاومت ژوندی ساتلی دی.

سرچینه: د یوریشیا مرکز خبرپاڼه

🌐

Author