ځايي سرچینې وايي، طالبانو د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ د وندیانو کلي شاوخوا ۴۰ اوسېدونکي په یوه واده کې د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي. دغه پېښه شاوخوا پنځه ورځې وړاندې رامنځته شوې ده.
سرچینو د شنبې په ورځ، د لړم پر ۹مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ تر نښتې وروسته، طالبانو ۲۰ کسان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې نیولي او ۲۰ نور یې د بدخشان مرکز فیضاباد ته لېږدولي دي. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې د طالبانو یو جنګیالی هم وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د نیول کېدو له وېرې تښتېدلي او طالبان لا هم د هغوی د نیولو لپاره لټه کوي. دې وضعیت د سیمې په اوسېدونکو کې سخته وېره خپره کړې ده.
سرچینې زیاتوي، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې د سیمې اوسېدونکو په واده کې د موسیقۍ غږولو لپاره له طالبانو څخه په رسمي ډول اجازه اخیستې وه. خو سره له دې هم طالب ځواکونو پر مراسمو چاپه ووهله.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د موسیقۍ پر غږولو د بندیز په ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو حکومت په عامه او شخصي محفلونو کې هر ډول موسیقي منع کړې ده.
تر دې مخکې هم د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي. څه موده وړاندې په هرات کې ځايي سرچینو ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان په يوه شخصي کور کې د ښځو مراسمو ته ورغلي وو او غوښتل یې د موسیقۍ د غږ اورېدو په پلمه یو شمېر ښځې او نجونې له ځان سره بوځي.
پر موسیقۍ بندیز د طالبانو له هغو ټولنیزو محدودیتونو څخه دی چې د بشري حقونو د بنسټونو او افغانانو له سختو نیوکو سره مخ شوی او د هېواد پر هنر او موسیقۍ یې ناوړه اغېز کړی دی.
سرچینه: ۸صبح
🌐