د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د غلاوو له زیاتوالي تر پوزې راغلي او د خپل سر او مال د امنیت په اړه اندېښمن دي. د دوی په وینا، په تېرو دوو اوونیو کې د استوګنې له کورونو او خوراکي توکو له هټیو د غلا ګڼې پېښې شوې دي.

ځايي خلک د دغو غلاوو زیاتوالی د بېوزلۍ او بېکارۍ مستقیمه پایله بولي. دوی وايي، یو شمېر ځوانان د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله غلاوو ته اړ شوي دي. په یوه پېښه کې، د سیمې خلکو یو غل نیولی او طالبانو ته یې سپارلی دی.

یو اوسېدونکی وايي چې غله تر ډېره هغه غرفې په نښه کوي چې د توکو ارزښت یې له پنځو تر لسو زرو افغانیو پورې وي، چې دا د تر ټولو بېوزلو کورنیو اقتصاد ته سخت زیان رسوي.

پر دې سربېره، داسې راپورونه هم شته چې ځینې کسان د ښځو د سرو زرو د غلا کولو لپاره له پلاستیکي ډبرو څخه د الماسو په نوم کار اخلي. اوسېدونکي د طالبانو له وېرې رسنیو ته د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې بدخشان د سرو زرو په ګډون د کانونو له ناقانونه استخراج او پراخ قاچاق سره مخ دی او ویل کیږي چې د طالبانو چارواکي ترې لویه ګټه اخلي.

په دې وروستیو کې فارن پالیسي مجلې په یوه راپور کې ویلي چې طالبان د بدخشان او تخار د سرو زرو د کانونو د عوایدو ۲۵ سلنه القاعده شبکې ته ورکوي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د القاعدې ونډه ۱۹۴.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي چې طالبان هره میاشت د سرو زرو له کانونو ۲۵ میلیونه ډالره عواید لري. په داسې حال کې چې عام خلک له بېوزلۍ کوچنیو غلاوو ته اړ شوي، دا ډول راپورونه د طالبانو له خوا د افغانستان د طبیعي زېرمو د مدیریت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

سرچینه: ځايي رسنۍ

🌐

Author