د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې تېره شپه د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې مور د کندوز په حوزوي روغتون کې څلور ماشومان زېږولي، چې درې یې نجونې او یو یې هلک دی.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست ویاند، ولید رحیمي، طلوع

نیوز ته ویلي چې د مور او څلورو واړو ماشومانو روغتیایي وضعیت ښه دی او دا مهال تر طبي څارنې لاندې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو د دغو څلورګونو ماشومانو بریالۍ زېږون د روغتیايي کارکوونکو او ځايي خلکو ترمنځ د خوښۍ او هیلې سبب شوی دی.

په ورته وخت کې، د ماشومانو پلار شمس

الرحمن د خپلو څلورو ماشومانو پر زېږېدو خوښي څرګنده کړې. هغه له حکومت او خیریه بنسټونو غوښتي چې د هغوی د روزنې او پالنې د لګښتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

د مرستې دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې په ټول افغانستان کې بېوزلي او بېکاري په بې ساري ډول زیاته شوې او ډیری کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د څلورو ماشومانو یوځای زېږېدل به پر دې کورنۍ دروند مالي بار واچوي.

روغتیاپالان او ټولنیز فعالان هیله لري چې د دغه پلار غوښتنې ته به پاملرنه وشي ترڅو دا څلور ماشومان په مناسبو شرایطو کې لوی شي.

سرچینه: طلوع

نیوز

🌐

Author