په سمنګان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده. په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، د یکشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۰مه، وویل چې دا پېښه نن ماسپښین رامنځته شوې ده.

د رحماني په وینا، دغې ښځې پر سر د لرګي د ګوزار له امله ساه ورکړې ده. هغه تایید کړه چې د دغې ښځې خاوند د وژنې په تور نیول شوی او لومړنۍ څېړنې ترې پیل شوې دي.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند د دې وژنې انګېزه «کورنۍ ستونزې» بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي ترڅو د قضیې ټول اړخونه روښانه شي.

کورنی تاوتریخوالی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لویه برخه جوړوي، داسې ښکاري چې په واک کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته زیات شوی دی. د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې د ښځو وضعیت ته اندېښمن دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو ملاتړي بنسټونه او امن کورونه، چې د تاوتریخوالي د قرباني شویو ښځو لپاره پناه ځایونه وو، لغوه کړل. دې کار عدالت او ملاتړ ته د ښځو لاسرسی سخت محدود کړی دی.

سربېره پردې، د طالبانو له خوا ځینې وضع شوي قوانین او اصولنامې د ښځو پر وړاندې یوې ټاکلې کچې تاوتریخوالي ته اجازه ورکوي، چې له امله یې له تاوتریخوالي ډکې اړیکې څخه د ښځو جلا کېدل لا ستونزمن شوي دي.

سرچینه: سیمه ییزې رسنۍ

🌐

Author