په بریتانیا کې یو ۲۸ کلن افغان پناه غوښتونکی، داوود صافی، د یوه سړي له وژلو وروسته په یوه رواني روغتون کې په نامحدود بستر کیدو محکوم شوی دی. د محکمې قاضي وویل چې صافی د برید پر مهال له "رواني ناروغۍ" څخه کړېده او سپارښتنه یې وکړه چې هغه له بریتانیا څخه وشړل شي.

صافي د تېر کال د عقرب په ۵مه لومړی پر خپل کوربه برید وکړ او بیا په کوڅه کې پر یوه ۴۹ کلن سړي، چې له خپل سپي سره یې قدم واهه، برید وکړ او هغه یې د چاقو په ۱۴ ګوزارونو وواژه. قرباني، چې د ایلینګ سیمې د شورا لپاره یې کار کاوه، د ټپونو له امله مړ شو. په دې برید کې یو ۱۴ کلن ځوان هم ټپي شوی و.

په محکمه کې وویل شول چې له برید څخه مخکې د صافي رواني حالت ډېر خراب شوی و او هغه فکر کاوه چې د کورنۍ غړي یې د هغه پر ضد دسیسې جوړوي. څارنوال وویل چې قرباني په تصادفي توګه له سیمې تېرېده او د دوی ترمنځ کومه پخوانۍ دښمني نه وه.

د قرباني کورنۍ د قتل په تور د صافي د محاکمې غوښتنه کوله، خو څارنوالۍ د طبي شواهدو پر بنسټ، د جرمي مسؤلیت د کموالي له امله د غیر عمدي وژنې په اړه د هغه اعتراف ومانه.

صافي همدارنګه د خپل کوربه د وژلو هڅه، د ۱۴ کلن ځوان ټپي کول او د منع شوي وسلې د لېږدولو اعتراف هم وکړ.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، صافي په ۲۰۲۰ کال کې بریتانیا ته داخل شوی و او ځان یې ۱۷ کلن معرفي کړی و، او په ۲۰۲۲ کال کې یې پناهندګي ترلاسه کړې وه.

سرچینه: د بریتانیا د محکمې راپورونه

🌐

Author