د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان ٬٬افغان ایواک٬٬ د امریکا له کانګرس او سپینې ماڼۍ غوښتي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته، له ۱۵۰ څخه د زیاتو افغانانو د لېږدولو مخه ونیسي. دا اقدام د دغو کسانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ، د نومبر پر ۲مه، له لویزیانا ایالت څخه تر ۱۵۰ زیات افغانان لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږدول شي.
د افغان ایواک په وینا، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی دی. دغه کسان او د هغوی کورنۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
افغان ایواک له امریکايي چارواکو غوښتي چې د دغو افغانانو د لېږدولو بهیر دې سمدستي ودروي او د دوی د پناه غوښتنې قضیو ته دې بیا کتنه وکړي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دغو کسانو بېرته افغانستان ته استول د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې زرګونه افغانان چې د امریکا د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) پروګرام لپاره وړ دي، لا هم د خپلو غوښتنلیکونو د پروسس په تمه دي. د قضیو د څېړلو سست بهیر د دې لامل شوی چې ډیری دا کسان په افغانستان کې دننه او بهر په نامعلوم حالت کې پاتې شي.
سرچینه: افغان ایواک
🌐