په داسې حال کې چې په افغانستان کې خبریالان د طالبانو حکومت له لوري له مخ په زیاتېدونکي فشار او ګواښونو سره مخ دي، په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمه، د ښځینه او نارینه خبریالانو د خوندیتوب او امنیت غوښتنه کړې ده.
هغې د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، "د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملینو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې" په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې د خبریالانو کار د خبرو اترو په پیاوړتیا، د سولې په ټینګښت او د ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې اساسي رول لري. دا ورځ هر کال د نومبر په دویمه نمانځل کېږي.
رباب فاطمې زیاته کړه: «د هغو نارینه او ښځو خوندیتوب او امنیت چې خپل ژوند یې د حقیقت موندنې لپاره وقف کړی، باید په افغانستان او ټوله نړۍ کې زموږ ټولو لپاره یو اساسي لومړیتوب وي.» دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادي سخته محدوده شوې ده.
افغانستان د جمهوریت پر مهال د خبریالانو لپاره یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه ګڼل کېده. که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو د وژنو شمېر کم شوی، خو دې ډلې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو سخت محدودیتونه او سانسور لګولی دی.
د طالبانو حکومت خپلواک او منتقد خبریالان د نظام پر ضد د فعالیت په تور نیسي او زنداني کوي. په تازه اقدام کې، بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۶ کال لپاره د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» په نوملړ کې شامل کړی دی.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد نږدې نیمایي خپلواکې رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د امنیتي ګواښونو او کاري محدودیتونو له امله له هېواده وتلي دي.
سرچینه: یوناما
🌐