په خوست ولایت کې یوې باوري سیمه ییزې سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت په ګربز ولسوالۍ کې یو ځوان له خپل د تره زوی سره له لفظي شخړې وروسته د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۰مه، ناوخته د ګربز ولسوالۍ په «صحرا اکا» کلي کې رامنځته شوې ده. وژل شوی ځوان عبدالرحمان نومېده او ۲۸ کاله عمر یې درلود.
سرچینې زیاته کړه چې عبدالرحمان د فارمسي څانګې فارغ و او د کورنیو ستونزو پر سر یې له خپل د تره زوی سره لفظي شخړه کړې وه. دا شخړه وروسته په فزیکي نښته واوښته او د تره زوی یې د چاقو په ګڼو ګوزارونو وواژه.
تر اوسه په خوست ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په رسمي ډول د دې وژنې او د هغې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي. د تورن کس هویت هم لا نه دی په ډاګه شوی.
د کورني تاوتریخوالي، شخصي دښمنیو او د ځمکو پر سر د شخړو له امله رامنځته شوې وژنې د جنایي جرمونو لویه برخه جوړوي چې هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه راپور ورکول کېږي.
د بېوزلۍ، بېکارۍ زیاتوالی او وسلو ته اسانه لاسرسی هغه عوامل بلل کېږي چې په هېواد کې د جنایي جرمونو په ډېرېدو کې مرسته کوي. سیمهییز اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
سرچینه: سیمه ییزې سرچینې
🌐