امریکایي وګړو د کانګرس د منځمهاله ټاکنو پر پایلو باندې له ۱.۴ میلیارده ډالرو څخه ډېر شرطونه لګولي، چې د دغه هېواد د ټاکنو په تاریخ کې بې

سارې ریکارډ ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې لومړنۍ پایلې د ډیموکراتانو مخکېوالی ښيي، ډیری خلک په لېوالتیا او اندېښنې سره وروستیو پایلو ته په تمه دي ترڅو د خپلو شرطونو برخلیک معلوم شي.

د شرط وهلو دې پراخ حجم یو ځل بیا آنلاین وړاندوینې بازارونه د پاملرنې مرکز ګرځولي دي. دا بازارونه کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د سیاسي پیښو پر رامنځته کېدو یا نه رامنځته کېدو، لکه د یوه نوماند پر بریا، پیسې ولګوي. د دې بازارونو جذابیت په دې کې دی چې ګډونوال کولی شي د وروستۍ پایلې له معلومېدو مخکې هم خپله ونډه وپلوري او وایې خلي.

له نیویارک څخه تر لاس ویګاس پورې، د ټاکنو د پایلو تعقیب او د دې شرطونو د برخلیک روښانه کولو لپاره ډیری غونډې جوړې شوې دي. دا پدیده د سیاسي او ټولنیزو پیښو د وړاندوینې لپاره له مالي وسایلو څخه د خلکو د مخ پر ودې علاقې ښکارندويي کوي.

د وړاندوینې بازارونو لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې په جدي توګه شهرت وموند؛ کله چې د ډیری دودیزو نظرپوښتنو برعکس، دوی د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو احتمال لوړ وښود او په پای کې د دوی وړاندوینه سمه وختله. اوسنۍ منځمهاله ټاکنې د دې ډول شرط وهلو لپاره د عامه هرکلي د کچې ارزولو لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.

د سږکال ټاکنیزې سیالۍ په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د تیلو د بیو لوړوالی، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د شخړې او د اوکراین د جګړې دوام وروسته، پر جمهوري غوښتونکو ډیر فشار راوړی او دا موضوع پر پایلو یو له اغېزناکو عواملو څخه ده.

د دې بازارونو له شهرت سره سره، په امریکا کې د دوی قانوني حیثیت لاهم د بحث وړ دی او په دې برخه کې روښانه مقررات شتون نلري. منتقدین اندیښنه لري چې دا شرطونه کولی شي د ټاکنو پر بهیر منفي اغېز وکړي، پداسې حال کې چې ملاتړي یې د عامه افکارو ارزولو او پایلو وړاندوینې لپاره یوه ګټوره وسیله ګڼي.

سرچینه: زرین ټي وي

🌐

Author