سلګونه افغان کورنۍ چې پر ننګرهار او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو له امله بې ځایه شوي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. دغو کسانو خپل کورونه په بیړه پریښي دي.

اوس مهال دا زیانمنې شوې کورنۍ د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او د لومړنیو اسانتیاوو له سخت کمښت څخه کړیږي. بې ځایه شوي کسان وايي چې له کافي خوړو مناسب سرپناه او خیمو پرته خپلې شپې او ورځې تیروي.

ډیری دا کسان په خلاصو دښتو او تر آسمان لاندې ژوند کوي او په بحراني وضعیت کې دي. دوی له مرستندویه بنسټونو او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره ورته بشري مرستې برابرې کړي.

#افغانستان #ننګرهار #کډوالي

🌐

Author