د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) له هغه اقدامه هرکلی وکړ چې د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده، یې په ۲۰۲۶ کال کې د «رسنیو د ازادۍ د ښکاریانو» په نړیوال نوملړ کې شامل کړی دی. امسو دا اقدام په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په اړه د طالبانو د ځواب ویلو په لور یو مهم ګام وباله.

امسو د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې دا نوملړ، چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ۳۳ سرغړونکي اشخاص او بنسټونه پکې شامل دي، د افغانستان د بیان ازادۍ خراب وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام رااړوي. بې پولې خبریالانو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د رسنیو د ځپلو په برخه کې د دوی د رول له امله یې د طالبانو مشر او ډونالډ ټرمپ په دې نوملړ کې ورزیات کړي دي.

د امسو په بیانیه کې راغلي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې، د خبریالانو په نیولو او ګواښلو، د سخت سانسور په لګولو، د لسګونو رسنیو په تړلو، د معلوماتو د جریان په کنټرولولو او له عمومي ډګر څخه د ښځینه خبریالانو په بشپړ ډول لرې کولو سره د مطبوعاتو ازادي سخته محدوده کړې ده. دې سازمان ټینګار وکړ چې دا کړنې نه یوازې د خبریالانو مسلکي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې ازادو معلوماتو او پوهاوي ته د وګړو لاسرسی هم له منځه وړي.

دې سازمان په ځانګړې توګه له کاري چاپیریال څخه د ښځینه خبریالانو لرې کول د ټولنې د نیمایي برخې د غږ خاموشول او د افغانستان په عامه او ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه د هغوی بې برخې کول بللي دي.

امسو له نړیوالې ټولنې، د رسنیو له ملاتړو نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له مدافع سازمانونو وغوښتل چې د دې محدودیتونو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي. دې سازمان همدارنګه پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه ترڅو د خبریالانو خپل سري نیونې پای ته ورسوي او په هېواد کې د رسنیو د ازاد فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

په پای کې، امسو د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او سرغړونو د قضیو پر مستند کولو ټینګار وکړ ترڅو په راتلونکي کې د دې ځپونکو د ځواب ویلو لپاره زمینه برابره شي. دې سازمان ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت څارلو ته به دوام ورکړي.

سرچینه: بې پولې خبریالان

🌐

Author