د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې ژر به پریکړه وکړي چې ایا د ایران پر ضد پراخه جګړه بېرته پیل کړي که نه. د اکسیوس د راپور له مخې، دا له ټاکنو وروسته د ایران په اړه د ټرمپ او د هغه د امنیتي ټیم لومړنۍ غونډه وه.

اکسیوس لیکلي چې ټرمپ لږ تر لږه درې غوراوي څېړي: د نویو بریدونو ترسره کول، پر ایران د سختو اقتصادي فشارونو دوام، یا د داسې هوکړې ترلاسه کول چې ایران ته د پام وړ امتیازات ولري. د امریکا دوو چارواکو د دغو غوراویو پر سر د بحث پخلی کړی دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ به اوس پرېکړه وکړو. ایا غواړو بریدونو ته دوام ورکړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې د ایران اټومي پروګرام له منځه تللی؟ زه غوره ګڼم چې که ممکن وي پاتې هېواد ویجاړ نه کړم، خو ښايي دا کار وکړم. ژر به پوه شئ.»

د ټرمپ د څرګندونو ترڅنګ سیمه ییزې دیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، اماراتو، عمان او مصر له منځګړو سره خبرې کړې دي. د قطر منځګړي پر یوه دوه ورځني وړاندیز کار کوي چې دواړه لوري د باور جوړونې اقدامات وکړي.

د دې وړاندیز له مخې، امریکا په لومړۍ ورځ سمندري بندیز لرې کوي او د ایران کنګل شوې پیسې ازادوي، او ایران به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو ته اجازه ورکړي. په دویمه ورځ به د هرمز تنګی پرانیستل شي. بل خوا، محسن رضایي په مسکو کې ولادیمیر پوتین سره ولیدل او ویې ویل تر څو چې امریکا اووه شرطونه ونه مني، مذاکره نه کېږي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. دغه راز د «یو اېس اېس تئوډور روزولټ» الوتکې وړونکې بېړۍ به د نومبر تر نیمایي پورې سیمې ته ورسېږي.

سرچینه: اکسیوس

🌐

Author