د فرانسې د ملي اسامبلۍ مشرې، یائل برونپیوې، د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت تګلاره «جنډري اپارتاید» بللې او پر وړاندې یې پر مبارزې ټینګار کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې دا څرګندونې د افغانستان د کانونو او پټرولیم له پخوانۍ وزیرې نرګس نهان سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
د فرانسې د ملي اسامبلۍ مشرې پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول له عامه چاپېریال څخه ایستل کېږي، له خپلو حقونو بېبرخې کېږي او چوپتیا ته اړ ایستل کېږي. هغې زیاته کړې چې دا سیستماتیک چلند د جنډري اپارتاید نوم لري او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.
برونپیوې زیاته کړې چې له نرګس نهان سره یې په نړیواله کچه د جنډري اپارتاید د ژر تر ژره په رسمیت پېژندلو او پر وړاندې یې د عملي ګامونو پورته کولو په اړه خبرې کړې دي.
په همدې حال کې، نرګس نهان په اکس کې د فرانسې د پارلمان له مشرې مننه کړې چې د بشریت ضد جنایت په توګه د جنډري اپارتاید د پېژندلو او جرم ګڼلو په برخه کې د افغان ښځو له غوښتنې ملاتړ کوي. هغې وویل چې باید دا حقیقت په عملي ګامونو بدل شي او عاملین یې ځواب ویونکي شي.
د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه ولګول، چې له امله یې ښځې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې شوې دي.
د ښځو د حقونو فعالان دغه تګلارې جنډري اپارتاید بولي او نړیواله جزايي محکمه هم د بشریت ضد جنایتونو د ادعاوو په چوکاټ کې د لګول شویو بندیزونو پر موضوع غور کوي.
سرچینه: اکس او رسنۍ
🌐