د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع نوبتي مشر عمر داوودزي له متحده ایالاتو غوښتي چې خپل نړیوال نفوذ په افغانستان کې د پخلاینې، ثبات او تلپاتې سولې د تامین لپاره وکاروي.

داوودزي چې د افغانستان د مخکني حکومت چارواکی پاتې شوی، په خپله ایکس پاڼه کې د امریکا ټاکنو ته په اشارې سره ویلي چې د امریکا عظمت یوازې په پوځي او اقتصادي ځواک کې نه، بلکې د نړۍ په کچه د سولې په رامنځته کولو پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا ولس د سیاسي قطب بندیو سربېره یو ځل بیا د ولسواکۍ او د خپلو ټولیزو غږونو په ارزښت ټینګار کړی دی.

د داوودزي په وینا، د امریکا د خلکو په څېر ټول انسانان د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د هواري غوښتونکي دي او جګړه د هېڅ بحران حل نه شي بلل کېدای.

دغه پخواني افغان چارواکي د افغانستان څلوېښت کلنې ویجاړونکې جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه تاریخ له امله افغانان تر هر څه ډېر د سولې په ارزښت پوهېږي.

هغه څرګنده کړه چې افغانان له واشنګټن څخه هیله لري چې له خپل نړیوال نفوذ څخه په هېواد کې د تلپاتې ثبات او روغې جوړې په ملاتړ ګټه واخلي.

سرچینه: په ایکس کې د عمر داوودزي لیکنه

🌐

Author