د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه بېځایه شوي کسان له سختو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي او افغانستان هم په دې هېوادونو کې شامل دی.
د دې ادارې د تازه راپور پر بنسټ، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه کډوال له وچکالۍ، سېلابونو او سختې تودوخې سره مخ دي، چې د افغانستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو کې یې ستونزې لا زیاتې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې اقلیمي خطرونو په افغانستان کې د بېځایه شوو خلکو وضعیت لا زیانمنونکی کړی او خپلو سیمو ته د دوی بېرته ستنېدل یې له لویو ستونزو سره مخ کړي دي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې د اقلیمي بدلون لپاره د ځانګړو شویو نړۍوالو مرستو یوازې ۱۰ سلنه هغو هېوادونو ته رسېږي چې له جګړو او بېثباتۍ سره مخ دي. د رویټرز د معلوماتو له مخې، پرمختیايي هېوادونه د اقلیمي خطرونو سره د مبارزې لپاره په کال کې ۳۰۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه له خورا لوړ اقلیمي خطر سره مخ دي او نږدې ۱۶ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري.
د یوناما د راپورونو له مخې، په کابل او نورو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو ټیټېدل او پرلهپسې وچکالي د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د بېځایه کېدو او د خوړو د ناامنۍ ستونزې لا پسې ژورې شي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او اوچا
🌐