د افغانستان متحدې جبهې په رسمي توګه ومنله چې د مخکني حکومت یو لوړپوړی قوماندان الله‌داد فدايي په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

یادې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ښاغلی فدايي یو باوري او کلیدي شخص وباله چې د جبهې له مشرتابه سره یې ژوره اړیکه لرله.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي فدايي لا تر اوسه په هېواد کې کوم برید نه و کړی، خو د جبهې راتلونکو موخو ته ژمن و.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې نوموړی د روانې میاشتې په پیل کې په کابل کې له خپل کور څخه د طالبانو لخوا ونیول شو.

د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ غږ هندوکش د ښاغلي فدايي د اعترافاتو ویډیو خپره کړې چې پکې هغه د سمېع سادات سره د اړیکو په هکله خبرې کوي.

متحدې جبهې د طالبانو له لوري خپاره شوي صوتي کلپونه جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي بللي دي.

الله‌داد فدايي په تېر نظام کې د میدان وردګو، لغمان، نیمروز او بغلان ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

سرچینه: د افغانستان متحده جبهه او غږ هندوکش

🌐

Author