یوناني چارواکو اعلان کړی چې لږ تر لږه ۲۰ کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې د کرېټ ټاپو ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د یونان ساحلي ساتونکو ویلي چې د اتو کسانو جسدونه په یوه کښتۍ کې او د ۱۲ نورو جسدونه په بله کښتۍ کې موندل شوي دي. ژغورونکو ډلو د دواړو کښتیو شاوخوا ۴۰ سپاره کسان ژوندي ژغورلي دي.
د ژغورنې عملیات د شنبې په ناوخته د بېړني پیغام له ترلاسه کېدو وروسته پیل شول، خو سختو بادونو او د سمندر خراب حالت چارې له ستونزو سره مخ کړې وې. په لومړۍ کښتۍ کې د ۲۸ ژغورل شویو ترڅنګ د یوه سوډاني وګړي مړی وموندل شو او وروسته اووه نور جسدونه هم د هغې دننه پیدا شول.
پولیسو دوه تنه سوډاني وګړي، چې یو یې ۱۶ کلن دی، د انسان د قاچاق په تور د پاتې شویو کډوالو د پېژندنې پر بنسټ نیولي دي.
په یوې بلې جلا پېښه کې د کرېټ ټاپو په سوېل کې ۱۲ جسدونه موندل شوي او ۱۸ کسان ژغورل شوي دي. د بندر چارواکو څرګنده کړې چې د اروپايي ټولنې د پوله ساتونکې ادارې په مرسته په ټولیز ډول ۱۰۵ کسان ژغورل شوي دي.
د کرېټ ټاپو له لیبیا څخه د هغو کډوالو لپاره په یوې مهمې لارې بدله شوې چې غواړي د خطرناکو کښتیو له لارې اروپايي ټولنې ته ننوځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۷ زره کډوال یونان ته رسېدلي چې له ۲۲ زرو ډېر یې پر کرېټ ټاپو ښکته شوي دي. د یونان حکومت ویلي چې د هراکلیون ښار ته څېرمه د کډوالو لپاره د یوه لنډمهالي مېشتځای د جوړولو پلان لري.
سرچینه: د فرانس پریس خبري اژانس
🌐