په بلخ ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په دهدادي ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د لړم په ۱۷مه، د یوه «اکتروز» ډوله باروړونکي موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې موټرسایکلسوار او د هغه ملګری دواړه وژل شوي دي. د اکتروز موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.
په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې اصلي لامل ډېر ګړندی تګ او د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په غور، لغمان او سمنګان ولایتونو کې د څلورو ټرافیکي پېښو راپورونه ورکړل شوي وو.
په یادو ولایتونو کې د شویو ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او ۲۱ نور ټپیان شوي وو، چې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته شوې وې.
سرچینه: په بلخ کې ځايي سرچینې
🌐