د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې فاطمه رباب سره په کتنه کې هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د سرپناه او کاري فرصتونو په برابرولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه لیدنه پرون مازدیګر ترسره شوې ده. حنفي په دغه غونډه کې وویل چې په وروستیو کلونو کې څه باندې اته میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ چې مرستندویه بنسټونه باید د راستنېدونکو د حقونو د خوندیتوب، کارموندنې او سرپناه جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

بل خوا، فاطمه رباب د کډوالو د ستونزو حل او د هغوی مدیریت یوه لویه ننګونه وبلله او ویې ویل چې ملګري ملتونه هڅه کوي د کاري فرصتونو برابرولو او د مرستو وېش په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تایید کړې چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱٫۲۹ میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو مخکې هم خبرداری ورکړی و چې کار ته نه لاسرسی، د سرپناه نشتوالی، پاکو اوبو او د ښوونځیو او شفاخانو په څېر بنسټیزو خدمتونو ته د امکاناتو کمښت د راستنېدونکو پر وړاندې لویې ستونزې دي.

سرچینه: د طالبانو اعلامیه

🌐

Author